عزیزي ګروپ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سرطان د درملنې لپاره د یوه روغتون د جوړولو کار رسمي اعلان وکړ. د دې ګروپ مشر میرویس عزیزي په دې اړه خبریالانو ته وویل چې په یاد روغتون کې به د ناروغانو لپاره درملنه وړیا وي. د دې روغتون ترڅنګ، د نسايي ولادي روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړېږي.
عزیزي خیریه بنسټ د ازادي راډیو سره په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړه چې د "بيبي فرشتې عزیزي" طبي کمپلکس به د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د عزیزي پر شخصي ځمکه جوړ شي. فرشتې عزیزي، چې د میرویس عزیزي لور ده، په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې په ترڅ کې په ۲۳ کلنۍ کې وفات شوه.
یاد طبي کمپلکس به ۴۰۰ بستریز د سرطان د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره او ۲۰۰ بستریز زېږنتون ولري. اداري او مقدماتي چارې یې تر دې دمه بشپړې شوې دي.
تېره میاشت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون د جوړولو خبر ورکړی و. په افغانستان کې د سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې وروستیو کې وویل چې د نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، تر یو نیم میلیون زیات افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دې شمېرې تایید نه دی کړی، خو په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت په دور کې یاد وزارت ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتېږي، چې له دې ډلې ۱۶ زره یې د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.
موضوع: کابل کې د سرطان د درملنې روغتون جوړول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS