د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په تازه راپور کې ویلي چې شمالي کوریا د دې هېواد ختیځو اوبو ته څو توغندي توغولي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې شمالي کوریا د امریکا سره د خبرو اترو د بیا پیل پر وړاندې مخالفت ښودلی او خپل توغندیز فعالیتونه یې زیات کړي دي.
د روېټرز خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د جنوبي کوریا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ، د لړم/عقرب ۱۳مه، اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ څو توغندي کشف کړي چې د شمالي کوریا د ختیځ ساحل سوندوک سیمې څخه توغول شوي دي. دا توغندیز فعالیت د شمالي کوریا په تاریخ کې د دې ډول څلورم پوځي تطبیق ګڼل کیږي چې په یوه میاشت کې ترسره کیږي.
د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې د دې هېواد او امریکا ځواکونه د توغندیو د توغولو جزئیات ارزوي او د پیونګیانګ د احتمالي اقداماتو پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتووالی لري. شمالي کوریا په روان میلادي کال کې هم څو ځله د توغندیو ازموینې ترسره کړې دي.
د نویو توغندیو توغول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د خور کېم یو جونګ له څرګندونو څو ساعته وروسته ترسره شوي دي. هغې ویلي چې پیونګیانګ به له واشنګټن سره خبرې ونهکړي تر څو چې امریکا خپله دښمنانه پالېسي بدله نهکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې مخکې د روان کال تر پایه د شمالي کوریا له مشر سره د بیا لیدنې لېوالتیا ښودلې وه.
موضوع: شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر لور توغندي توغول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS