د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو له امله، ګډونوالو ونه‌توانېد چې د غونډې پای اعلامیه تصویب کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د غونډې په ترڅ کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو ټینګار وکړ او پاکستان ته یې د خبرو وړاندیز وکړ. متقي وویل چې پاکستان یوازې د پوځي ژبې کارولو پر ځای د تفاهم لپاره هڅه وکړي.

متقي زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې باید د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل شي. هغه د هلمند، کونړ، پکتیکا او نورو ولایتونو باندې د پاکستان وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه او وویل چې پاکستان په دې بریدونو کې روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه هدف ګرځوي.

د پاکستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق خان د غونډې په ترڅ کې د خپل هېواد د هوايي بریدونو دفاع وکړه او وویل چې دا عملیات د ترورېزم ضد د دقیقو معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي. هغه ادعا وکړه چې په تېرو درې کلونو کې د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۴۷۰۰ بې‌ګناه کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) هم تایید کړې چې په هلمند او کونړ کې د پاکستان له لوري بریدونو کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي، چې په مړو او ټپیانو کې اکثر ماشومان شامل دي.

د مسکو د فارمټ په دې غونډه کې د کوربه هېواد روسیې، افغانستان، پاکستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، تاجکستان او ازبیکستان استازو ګډون کړی و. ضمیر کابلوف د غونډې په پای کې د مشورو د دوام غوښتنه وکړه.

موضوع: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ