د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درې مختلفو مرکو کې څرګنده کړه چې د ایران پر ضد د نویو پوځي بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه د راتلونکي میلادي کال پیل د احتمالي پرېکړې لپاره یوه مهمه نېټه بللې ده. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې راپورونه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د نوي پړاو د پیل لپاره د اسرائیل له لوري پر واشنګټن د فشارونو زیاتېدو ته اشاره کوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: "ښه، د نوي کال له پیل وروسته به په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړم." هغه د چین له سفر وروسته په الوتکه کې د راستنېدو پر مهال وویل: "وخت لرو."
په یوه بله مرکه کې، چې د اکسیوس او د اسرائیل د ۱۲م تلوېزیون خبریال باراک راوید ورسره کړې، ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه وویل: "و به ګورو چې د نوي کال له پیل وروسته به څه پېښېږي."
د فاکس نیوز سره په مرکه کې هم ټرمپ د جنورۍ لومړۍ نېټې ته اشاره وکړه، خو دا یې نه څرګنده کړه چې ولې یې د ایران پر وړاندې د شخړې د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره دغه نېټه ټاکلې ده. امریکايي چارواکي لا هم د پوځي لارې چارو او د هغو احتمالي پایلو ارزونه کوي، چې دا د ایران پر ضد د فعالیتونو د پراخېدو په لور اشاره کوي.
موضوع: د ایران پر ضد د امریکا پوځي اقدامات
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS