د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق د دفتر په ګډون، د ریاض تر ټولو لوړه اسمانڅوکې د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ د یمن د حوثیانو له لوري راکټي برید شوی دی. په دې برید کې د ودانۍ ځینې برخې او شاوخوا ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په دې اړه ویلي چې برید د ریاض په مالي مرکز کې د یوې لوړې ودانۍ څو پوړونو ته زیان اړولی، خو د مرګژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. سعودي چارواکو د برید شوې ودانۍ نوم نه دی اعلان کړی، خو د دغه هېواد رسمي خبري اژانس په خپره شوې ویډیو کې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ چې په «پيآیاېف» نوم پېژندل کېږي، ښکاري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاودنې زور د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو ښیښې ماتې کړې او بهرنۍ برخې یې زیانمنې کړې دي. حوثیانو ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ دوه ځله د ریاض مالي مرکز په نښه کړی، یو ځل سهار او بل ځل ماښام.
د دې ډلې له لوري د بریدونو ادعا شوې چې د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، د خمیس مشیط هوايي اډه او د جبیل ښار پر «صدف» پتروشیمي شرکت هم په نښه شوي دي. سعودي چارواکو تر اوسه د دې ادعاوو تایید نه دی کړی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، د وګړو او ملي شتمنیو د ساتنې لپاره د ټولو لازمو اقداماتو د ترسره کولو حق لري.
موضوع: د ریاض په مالي مرکز کې د حوثیانو برید
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS