د ماشومانو د ساتنې سازمان «سیف د چلدرن» په یوه تازه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۵۵ سلنه بیجاشده او راستنېدونکي افغان ماشومان د خپلو کورونو پریښودو او نورو بحرانونو له امله د کافي غذا په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. دا راپور چې د ۲۷ عقرب په ورځ خپور شو، ښیي چې ۴۱ سلنه ماشومان وایي چې د دوی روغتیایي وضعیت خراب شوی دی او ۳۸.۳ سلنه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو څخه تر ۱۷ کلونو پورې دي، د کار کولو لپاره مجبور شوي دي.
دا څیړنه د افغانستان په اوو ولایتونو کې د ۸۲۴ ماشومانو او ۸۳۸ کورنیو سرپرستانو سره د مرکې پر بنسټ ترسره شوې ده. د راپور له مخې، ۳۷.۲ سلنه ماشومان د زده کړې په برخه کې د لاسرسي کمښت احساسوي او ۳۸.۳ سلنه کورنۍ د خپلو ماشومانو رواني او عاطفي وضعیت د خرابیدو خبر ورکوي.
په راپور کې ویل شوي چې نږدې ۹ له هر ۱۰ ماشومانو د غذا مرستې ته اړتیا لري، مګر یوازې ۷.۵ سلنه یې په خپل اوسني ځای کې بشري مرستې ترلاسه کړي. دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له سپتمبر ۲۰۲۳ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۶ پورې، له ۶.۶۷ میلیونه افغانانو څخه زیات د ایران او پاکستان نه افغانستان ته راستنیدلي دي.
د «سیف د چلدرن» راپور د افغان ماشومانو د سختو حالاتو او د هغوی د اړتیاوو په اړه د نړیوالې ټولنې پام راجلبوي، په ځانګړې توګه د غذا، روغتیا او زده کړې په برخو کې.
موضوع: افغان کډوال ماشومان
سرچینه: Azadi Radio افغانستان