د نړیوال بانک په تازه راپور کې څرګند شوي چې د پاکستان د لارو بندېدو له امله افغانستان د خپلو وارداتو ډېره برخه د ایران او منځنۍ اسیا له لارې پوره کړې ده. په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د تیر کال په پرتله ۲.۲ سلنه زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې، د افغانستان صادرات ۱۵.۱ سلنه کم شوي او ۶۶۷ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.
د پاکستان د لارو بندېدو له امله د افغانستان سوداګریزې لارې په څرګند ډول بدلې شوې دي. د پاکستان ونډه په وارداتو کې له ۲۰.۱ سلنې څخه ۰.۳ سلنې ته راکمه شوې او د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونه اوس د توکو د برابرولو مهمې لارې دي. اوس شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د دې دوو لارو له لارې ترسره کېږي.
خو د بدیلو لارو کارول بېلګښته نهدي. د لارو اوږدېدل او د سوداګریزو لارو ظرفیت محدودیتونه د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خانجان الکوزي ویلي چې د تازه مېوو صادراتو له لارې افغانستان ډېر عاید ترلاسه کوي، خو د پاکستان د لارو بندېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
الکوزي همداراز خبرداری ورکړی چې که دغه وضعیت دوام وکړي، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او خلکو ته به لا ډېر زیانونه واوړي. د کابل پوهنتون استاد تاج محمد تلاش هم د لارو بندېدو دواړو هېوادونو ته زیان اړولی، خو پاکستان لا ډېر تاوان کړی دی.
نړیوال بانک د پاکستان د لارو پرانیستل د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو د بېرته پراختیا لپاره یو فرصت بولي. د راپور موندنې ښيي چې افغانستان د خپلو وارداتو لارې بدلې کړي، خو د تازه او ژر خرابېدونکو محصولاتو لپاره د پاکستان د بازار بدیل موندل ستونزمن دي.
موضوع: افغانستان د وارداتو لپاره نوې لارې موندل
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports