د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست الکساندر زویف خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه لا هم د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره له جدي ترهګریزو ګواښونو څخه ده. زویف د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان یوې امنیتي غونډې ته وویل چې د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، د اسلامي دولت ډله یا داعش د خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو لپاره له بې پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه چې دې ډلې پرمختللي تاکتیکي وسایل ترلاسه کړي او د کارولو لپاره یې روزنه هم لیدلې ده. زویف وویل، که څه هم داعش او القاعدې په بېلابېلو سیمو کې خپل یو شمېر مشران او پوځي وړتیاوې له لاسه ورکړې، خو دا ډلې لا هم فعالې دي او د خپلو سیمه ییزو څانګو له لارې له بې ثباتۍ ګټه اخلي.
د ملګرو ملتونو چارواکي په ځانګړي ډول خبرداری ورکړ چې ترهګرې ډلې له نوې ټکنالوژۍ څخه د تبلیغاتو، د نویو غړو د جذب، د مالي سرچینو د برابرولو او د خپلو فعالیتونو د همغږۍ لپاره کار اخلي. د هغه په وینا، ماشومان او ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د دغو ډلو د غړو له خوا په نښه کیږي.
د سولې او امنیت څېړونکی محمد داوود قیومي د دې ټکنالوژۍ د لاسرسي په اړه وایي چې دا به د داعش خراسان څانګې ګواښونه له فزیکي بریدونو ورهاخوا هم پراخ کړي. هغه وايي، دا ټکنالوژي داعش ته دا امکان برابروي چې خپل تبلیغات په بېلابېلو ژبو خپاره کړي او د ځوانانو د جذبولو لپاره هدفمند پیغامونه جوړ کړي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش یې په افغانستان کې ځپلې، خو دې ډلې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی. د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د سمرقند په غونډه کې د ټکنالوژۍ پر نړیوالو شرکتونو انتقاد وکړ چې د داعش د فعالیتونو په مخنیوي کې ورسره همکاري نه کوي. زویف ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد په یوازې ځان د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله نه شي کولای او د سیمه ییزې همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې غوښتنه یې وکړه.
موضوع: د داعش خراسان څانګې پرمختللې ټکنالوژي
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports