د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د چارو مرستیال الکساندر زویف ویلي چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو او نورو عصري تاکتیکي تجهیزاتو ترلاسه کولو توانېدلې ده. زویف دغه څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په امنیتي ناسته کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د داعش غړو د دې تجهیزاتو د کارونې لپاره روزنه هم بشپړه کړې ده. زویف د انټرنیټ او آنلاین اړیکو د ترهګرو ډلو د جلب او جذب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا وضعیت د منځنۍ آسیا لپاره د ترهګریزو ګواښونو د زیاتېدو لامل ګرځېدلی دی.

په همدې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثیق وویل چې داعش د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې کاروي. وثیق د مصنوعي ځیرکتیا په اړه وویل چې داعش د نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.

هغه همدارنګه وویل چې طالبان د دې نړیوال دښمن د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ دي. وثیق د دې محدودیتونو په اړه تفصیلات ورنکړل، خو ټکنالوژۍ شرکتونو ته یې غوښتنه وکړه چې د داعش پر وړاندې د طالبانو حکومت سره همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله والې ډلې ته سختې ضربې ورکړي دي. د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو ۳۳ پلاوو ګډون کړی و، چې د ناستې اجنډا یې د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو په اړه وه.

موضوع: داعش خراسان په افغانستان کې پرمختللي تجهیزات ترلاسه کړي

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ