د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرستیال الکساندر زویف ویلي چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د بېپیلوټه الوتکو او نورو عصري تاکتیکي تجهیزاتو ترلاسه کولو توانېدلي دي. زویف دا څرګندونې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس په امنیتي ناسته کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د داعش غړو د دې تجهیزاتو د کارونې لپاره روزنه هم بشپړه کړې ده. زویف د انټرنیټ او آنلاین اړیکو په اړه وویل چې دا د ترهګرو ډلو د جلب او جذب لپاره یوه خطرناکه فضا رامنځته کړې ده، چې منځنۍ آسیا ته د ترهګریزو ګواښونو د زیاتېدو لامل ګرځي.
په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ګډون درلود. هغه وویل چې داعش د اړیکو ټینګولو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره د ټیلګرام او ټیک ټاک ټولنیزې شبکې کاروي. وثیق د مصنوعي ځیرکتیا په اړه وویل چې دا مهال داعش د نړۍ لپاره یوه جدي ګواښ دی.
وثیق د طالبانو حکومت د دې نړیوال دښمن د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخامخ بللی دی. هغه د ټکنالوژۍ شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې د داعش پر وړاندې د طالبانو حکومت سره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش وسله والې ډلې ته سختې ضربې ورکړي دي. د شانګهای پلس په دې ناسته کې د ۲۴ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو ۳۳ پلاوو ګډون کړی و، چې د ناستې اجنډا یې د ټکنالوژۍ او ترهګرۍ پر وړاندې امنیتي ګواښونه و.
موضوع: د داعش خراسان څانګې فعالیتونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports