په فرانسه کې د زده‌کوونکو د لاریونونو له امله د ۵۶۰ څخه زیات ښوونځي او ښوونیز مرکزونه د فعالیتونو په ځنډ سره مخ شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د لېسو زده‌کوونکو تېره اوونۍ په پلازمېنه پاریس کې د درسي کتابونو، استادانو او کارکوونکو د کمښت له امله لاریونونه پیل کړل، چې وروسته یې د فرانسې نورو ښارونو ته هم پراختیا وموندله.

زده‌کوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د درسي ساعتونو اوږدوالی او د صنفونو شرایط د زده‌کړې لپاره مناسب نه دي. دوی پر پولیسو تور لګولی چې د لاریونونو پر مهال یې د دوی پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی. د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري ویلي چې د دې لاریونونو مشري د "افراطي ډلو" په لاس کې ده.

پولیسو هم ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۷۰ زده‌کوونکي او لږترلږه ۶۵ د ښوونځیو کارکوونکي او مدیران ټپیان شوي دي. په ځینو ښوونځیو کې اعلان شوی چې د درسي بهیر دوام به په انلاین ډول ترسره شي.

د پولیسو په وینا، د دې لاریونونو په ترڅ کې یې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان نیولي، چې د هغوی ۹۰ سلنه عمرونه له ۱۸ کلونو کم دي. د زده‌کوونکو دغه لاریونونه د ښوونیزو شرایطو د ښه کولو لپاره ترسره کېږي، خو د امنیتي ځواکونو لخوا د ځوابي اقداماتو له امله یې وضعیت پیچلی شوی دی.

موضوع: فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ