د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تازه راپور څرګندوي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوړو د نه‌خوندیتوب سره مخ دي. دې ادارې د جمعې په ورځ (تلې/ میزان ۱۰مه) پر خپلې وېب‌پاڼې یوه تحلیلي راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي چې د منځني ختیځ په ۲۸ هېوادونو کې د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپور له مخې، د روان کال تر ډسمبره شاوخوا ۱۱.۷ میلیونه ښځې او نجونې په دغو هېوادونو کې د خوړو د نه‌خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ کیدلی شي. په ځانګړې توګه، په هغو هېوادونو کې چې د جګړو له امله ښځې د کاري ځواک برخه نه‌دي، د خوړو خوندیتوب ته جدي خطر متوجه دی.

په افغانستان کې، د راپور له مخې، ۹۵ سلنه ښځې د کار کولو توان نه لري او د نارینه‌وو په ملاتړ تکیه کوي. له افغانستان وروسته، یمن، سوډان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هغه هېوادونه دي چې ښځې او نجونې په کې د خوړو د نه‌خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې د دې وضعیت په اړه خبرداری ورکوي چې مخکې له دې، نورو ملګرو ملتونو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د درې وخته ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري. د دې راپور له مخې، د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب په افغانستان کې د جدي اندیښنې وړ دی.

موضوع: افغانستان کې د ښځو د خوړو خوندیتوب

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ