د امریکا د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې آصف مرچنت، چې د پاکستان تابعیت لري او د ایران د سپاه پاسداران روزل شوی دی، د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د ترور په توطیه کې د لاس لرلو له امله ۲۷ نیم کاله بند ته محکوم شوی دی.
مرچنت د پنځه زره امریکايي ډالرو په بدل کې د اجیرو قاتلانو د ګمارنې هڅه کړې وه. د نیویارک فدرالي محکمې قاضي اریک کومېټي د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه، مرچنت ته د ترهګریزې توطیې او اجیرانه وژنې د هڅې په تور ۳۳۰ میاشتو بند واورید.
د عدلیې وزارت له مخې، مرچنت په ۲۰۲۲ کال کې د سپاه پاسداران سره همکاري پیل کړې وه او د یوه خپلوان له لارې یې د دې ځواکونو سره اړیکه ټینګه کړې وه. د ۲۰۲۳ کال راهیسې، هغه نږدې ۱۵ ځله په تهران کې له خپل ارتباطي کس یوسف مرهرداد سره ولیدل او د استخباراتي ضد فعالیتونو په برخه کې روزنه یې ترلاسه کړه.
مرچنت ته دنده سپارل شوې وه چې د امریکايي چارواکو د ترور لپاره امریکا ته سفر وکړي. د عدلیې وزارت ویلي چې مرچنت ته لارښوونه شوې وه چې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له مجرمینو یا د مافیا له غړو څخه کسان وګوماري او په امریکا کې د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې ترور ترسره کړي.
د امریکايي څارنوالانو په وینا، د دې توطیې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه مهال ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ سیاله نیکي هیلي هم د احتمالي هدفونو په توګه یاد شوي.
موضوع: آصف مرچنت د امریکايي چارواکو د ترور توطیه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS