د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په واشنګټن کې د ایران لخوا د «چټل بم» په وسیله د ممکنه برید په اړه د سياېناېن د راپور په ځواب کې ویلي، چې دی نه فکر کوي چې امریکا به له کوم سملاسي ګواښ سره مخ شي.
د «چټل بم» اصطلاح د هغو وسایلو لپاره کارول کیږي چې د عادي چاودېدونکو توکو په مرسته راډیواکټیف مواد په چاپېریال کې خپروي. روبیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د یوې خبري ناستې پر مهال د دې موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د امریکا استخباراتي ادارې په دوامداره توګه امنیتي ګواښونه ارزوي.»
هغه زیاته کړه چې ځینې کسان داسې معلوماتو ته دلاسرسي ادعا کوي چې په حقیقت کې یې په اختیار کې نه دي، او یوازې د دې لپاره چې د دولتي ادارو برېښنالیک پته لري، د خبریالانو لخوا د اعتبار وړ ګڼل کیږي. روبیو ټینګار وکړ چې د هغه نیوکې په ځانګړې توګه د سياېناېن د راپور په اړه نه دي، بلکې په عمومي توګه د رسنیو د استخباراتي سرچینو په اړه خبرې کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د امنیتي ګواښونو په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو د کار په اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امنیتي وضعیت ارزونه یوه مهمه دنده ده چې د امریکا حکومت یې په جدي توګه تعقیبوي.
د دې ترڅنګ، روبیو د ایران د احتمالي ګواښونو په اړه د احتیاط او د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اهمیت هم خبرې وکړې.
موضوع: د ایران د «چټل بم» برید احتمالي پلان
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS