د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د بشري مرستو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړې دي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې خبر پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې خپور کړ.

په دې ناسته کې امیرخان متقي د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکیانو د مرګژوبلې په اړه خپلې اندېښنې له روزمیري ډیکارلو سره شریکې کړې. دغه ناسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې په ګډون ترسره شوه.

که څه هم مخکې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو او د طالبانو حکومت اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو او کډوالو ستونزو د حل په موخه غونډې کړې دي، خو لا هم په میلیونو افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د دې خلکو لپاره د درې وخته ډوډۍ موندل یوه ستره ستونزه ده.

د ایران او پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال، چې د تورخم دروازې ته نژدې د عمري په نوم کمپ کې ژوند کوي، د لومړنیو اړتیاوو لکه اوبو، خوراک او سرپناه په موندلو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د دې کمپ ګڼ شمېر اوسیدونکي د کورونو په موندلو کې هم له مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

د بشري مرستو د اړتیا په اړه د دې ناستې موخه د کډوالو او اړمنو افغانانو د ژوند د شرایطو ښه کول او د مرستو د رسولو لپاره د نوو لارو چارو موندل دي.

موضوع: افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ