په افغانستان کې د پولیو پېښې په زیاتېدو سره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ټینګار کوي چې هر ماشوم حق لري روغ رمټ اوسي او د پولیو ناروغۍ له خطر څخه خوندي پاتې شي. یونیسف د لړم/عقرب په ۵ نېټه په خپله اېکسپاڼه کې څرګنده کړې چې د "روټري" نړیوال سازمان په مرسته هڅه کوي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي.

خو د پولیو واکسین د کمپاینونو په وړاندې په افغانستان کې یوه جدي ستونزه دا ده چې اکثره وخت د واکسین کمپاینونه په بشپړ ډول نه تطبیق کېږي. راشد انوري، چې د واکسیناتو په برخه کې ۱۴ کلنه تجربه لري، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ته ویلي چې د خرابې هوا، اوږدو واټنونو او فزیکي خنډونو له امله د واکسیناتورانو لپاره لیرې پرتو سیمو ته رسېدل ستونزمن شوي دي.

انوري زیاتوي چې د کورنیو اندېښنې هم باید درک شي او هغوی ته قناعت ورکړل شي چې واکسین د ماشومانو لپاره حیاتي دی. د هغه په وینا، دا مهمه ده چې په هره ټولنه کې هغه ماشومان وپېژندل شي چې د مخکېنیو کمپاینونو په ترڅ کې تر واکسین پاتې شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پولیو واکسین د تطبیق په وړاندې نورې ستونزې هم رامنځته شوې دي. د مدني فعالانو په وینا، د واکسین کمپاینونه باید په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې ترسره شي، چې له امله یې ځینې ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو شپږ نوي مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره د سږکال د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی. له پاکستان او ایران څخه د افغانانو بېرته ستنېدل هم د پولیو د ویروس د خپرېدو خطر زیاتوي. افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس تر اوسه له منځه نه دی وړل شوی.

موضوع: د پولیو واکسین د تطبیق خنډونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ