په داسې حال کې چې د افغانستان زیاتره خلک د ژمي په درشل کې د لومړنیو خوراکي توکو لکه اوړو، غوړو، برنج او سون توکو د پېرلو لپاره تیاری نیسي، راپورونه ښیي چې د ځینو اړینو خوراکي توکو بیې لا هم د پخوا په پرتله لوړې پاتې دي. مژگان، چې د کابل اوسېدونکې ده او د یوه اووه کسیز کورنۍ مصارف پوره کوي، تازه وویل چې د بیو د زیاتوالي له امله یې د ځینو اړینو توکو د پېرلو توان له لاسه ورکړی. هغې وویل: "مخکې مو یو بوجی اوړه په ۱۲۰۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس بیه یې ۱۸۰۰ افغانۍ ته رسېدلې ده. شکر هم مخکې هر کیلو ۵۰ افغانۍ و، خو اوس شاوخوا ۸۰ افغانۍ ته رسېدلی دی. د همدې لوړې بیې له امله مې اړینه ده چې ځینې خوراکي توکي لکه غوشت او چرګ له لیست څخه حذف کړم تر څو نور ضروری مصارف پوره کړم."

گلثوم، چې د لوګر ولایت اوسېدونکې او د اته ماشومانو مور ده، هم د بیو د زیاتوالي په اړه شکایت لري. هغې وویل: "زه د خپلو اته ماشومانو سرپرستي کوم او د خراب اقتصادي وضعیت له امله رنځ وینم. کار نه لرم. د اوړو، غوشت او برنج بیې خورا لوړې شوې دي او موږ نشو کولی خپلو ماشومانو ته پروتین او ویتامین لرونکي خواړه چمتو کړو. ناچار یو چې ارزانه سبزيجات واخلو."

د نړیوالې خوړو پروګرام (WFP) تازه موندنې هم ښیي چې سره له دې چې د افغاني اسعارو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې ساتل شوی، د افغانستان په بازارونو کې د اساسي خوراکي توکو بیې نه دي کمې شوې. د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې د اکتوبر په درېیمه اوونۍ کې، په داسې حال کې چې هر امریکایی ډالر ۶۴.۹ افغانۍ تبادله کېده، د افغاني اسعارو ارزښت د تیر کال په پرتله درې فیصده پیاوړی شوی، مګر د بیو په منځنۍ کچه کې د تیرې اوونۍ په پرتله لږ بدلونونه لیدل شوي.

دا راپور زیاتوي چې د تجارتي لارو د اختلال او د وارداتو د پروسې د کموالي له امله د اوړو، غنمو، برنج، شکر او غوړو بیې لا هم لوړې پاتې دي. په ورته وخت کې، د افغانستان دننه تولید شوي حبوبات د زیاتې عرضې او د منځنۍ آسیا له هېوادونو وارداتو له امله نسبتاً ټیټې بیې لري. اقتصادي کارپوهان وایي چې د بهرنیو وارداتو پورې تړاو او د داخلي تولیداتو محدودیت د بیو د زیاتوالي او د خلکو د پېرلو د توان د کمېدو لامل شوی دی.

موضوع: د خوراکي توکو بیې په افغانستان کې

سرچینه: Azadi Radio  افغانستان

خبر شریک کړئ