د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره د اکتوبر په پنځمه د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د کړکېچ او سړې هوا سره مخ دي. روسي چارواکي وایي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دې ناستې لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته سفر کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل د یکشنبې په ورځ وویل چې متقي به د افغانستان د اوسني وضعیت او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر به د رسمي غړي په توګه په دې فارمټ کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان او سیمې په اړه وینا وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان استازي به په دې ناسته کې ګډون وکړي. تمه ده چې په دې ناسته کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو په اړه بحثونه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی محمدصادق او د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر به په دې ناسته کې ګډون وکړي. سره له دې چې پاکستان یو لوړپوړی ډپلوماټیک پلاوی دې ناستې ته ورلیږي، د پاکستان پوځ بیا د ځان د دفاع حق او د ترهګرۍ د خطر د له منځه وړلو لپاره د بریدونو په دوام ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په کونړ او هلمند کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ۱۰ ملکیانو مړینه او د ۹ نورو ټپيانیدل تایید کړي دي. طالبان خبرداری ورکړی چې پاکستاني پوځیان یواځې افغان ملکیان او هستوګنې سیمې هدف ګرځوي او دوی به یې مناسب ځواب ورکړي.

موضوع: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کړکېچ

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ