نن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله پوره کېږي. دغه بریدونه چې په امریکا کې شاوخوا ۳ زره ملکي وګړي یې وژلي، د دې هېواد تاریخ ته یوه نوې څپه ورکړه. د دې بریدونو په ترڅ کې څلور تښتول شوې مسافر وړونکې الوتکې د نیویارک ښار په مرکز کې د نړیوالې سوداګرۍ د دوه برجونو او په واشنګټن کې د پنټاګون ودانۍ په نښه شوې. یوه بله الوتکه په پنسلوانیا کې د خپل هدف ته له رسېدو مخکې راوغورځول شوه.
د دې بریدونو په پایله کې ټول مسافر او په ودانیو کې زرګونه امریکايي وګړي ووژل شول. د بریدونو تر شا د القاعدې ۱۹ غړي و چې ۱۵ تنه یې د سعودي عربستان اتباع و. امریکا د دې بریدونو پړه پر القاعده واچوله، چې په هغه وخت کې د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې ژوند کاوه.
د طالبانو لخوا د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه مخالفت د دې سبب شو چې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د نظامي عملیاتو پلان جوړ کړي. د امریکا په مشرۍ پوځي عملیاتو د طالبانو پنځه کلن حکومت نسکور کړ، خو اسامه بن لادن چې څو کاله پټ و، په ۲۰۱۱ کال کې د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکايي ځواکونو لهخوا ووژل شو.
د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه نه یوازې د امریکا بلکې د نړیوالو اړیکو او امنیت په برخه کې هم ژورې بدلونونه راوستلي، چې تر نن ورځې پورې یې اغیزې محسوسې دي.
موضوع: د سپټمبر ۱۱مې بریدونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS