د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د افغان محصلینو پر زدهکړو بشپړ بندیز نه دی لګول شوی. د دې وزارت نوي ویاند سجاد حیدر خان د پنجشبنې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې او وویل چې هغه افغان محصلین چې اعتبار لرونکې ویزې لري او په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت دي، کولی شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو ځینې افغان محصلین شکایت کوي چې سره له دې چې د اعتبار وړ ویزې لري، بیا هم ورته ویل شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. په اسلاماباد کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سره، په پاکستان کې د افغان محصلینو پر وړاندې فشارونه لا هم موجود دي.
شریعتي زیاته کړه: "متأسفانه، د پاکستان طبي شورا په خپلې پرېکړې باندې ولاړه ده. ځینې محصلین له لاهور او بهاولپور څخه راته ویلي چې دوی د هاسټل نه هم وویستل شول، او یوه ښځینه زدهکوونکې د امتحان له صحنې څخه هم ویستل شوې ده."
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا د دوشنبې په ورځ په یوه مکتوب کې د افغان محصلینو پر زدهکړو بندیز اعلان کړ. په دې مکتوب کې ویل شوي چې د نوي تحصیلي کال لپاره د افغان محصلینو نوملیکنه لغوه شي او د نورو افغان محصلینو د ایستلو چارې باید په درې ورځو کې بشپړې شي.
د دې پرېکړې په اړه په پاکستان کې پراخ غبرګونونه رامنځته شوي، په ځانګړې توګه د مخالفو ګوندونو له خوا. د پاکستان سنا مجلس کې د مخالف ګوندونو مشر راجا ناصر عباس د دې پرېکړې غندنه کړې او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پرېکړه د اندیښنې وړ بللې او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې سمدستي یې بېرته واخلي.
موضوع: افغان محصلینو ته د زدهکړو پر بندیز
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports