بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) وایي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې د بهرنیو اتباعو د جذب لپاره په ځینو مواردو کې له چل ول، زور او دروغجنو ژمنو کار اخیستی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د سنبلې په ۱۹مه خپور شوی، ویلي چې په اوکراین کې یې د جګړې په دوو بنديخانو کې له ۱۲ څخه د ډېرو بهرنیو اتباعو سره مرکې کړې دي.
د مرکه شویو کسانو په منځ کې د کولمبیا، کیوبا، مصر، سومالیا او سویلي افریقا اتباع شامل دي. د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، یوازې درې کسان هغه مهال خبر و چې دوی به په اوکراین کې د جګړې لپاره ولېږل شي. نور کسان وایي چې دوی ته د لوړو معاشونو، امتیازونو او حتی د روسیې د تابعیت د ترلاسه کولو وعدې ورکړل شوې وې، خو دا وعدې په بشپړه توګه عملي نه شوې.
د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامار ویلي چې په دې مواردو کې د «استثمار او زور» کچه د دې لامل شوې چې د ملګرو ملتونو د پالرمو پروتوکول له مخې، دا پېښې د انسان قاچاق ګڼل کېږي. امنسټي انټرنشنل همدارنګه ویلي چې په روسیه کې د څېړنو د ترسره کولو امکانات نه لري، ځکه چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې د فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.
د بشري حقونو دغه سازمان د دې موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، خو د روسیې د حکومت په وړاندې د څېړنو محدودیتونه د دې کار مخه نیسي.
موضوع: روسیه د اوکراین جګړې ته بهرني سرتېري جذبوي
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS