یو لوړپوړی ایرانی چارواکی ویلي چې د قطر د پراخو دیپلوماټیکو هڅو سره سره، تهران او واشنګتن لا هم د سولې توافق ته د رسېدو لپاره ډېر لیرې دي. دغه چارواکی د سه شنبې په ورځ، د ۱۲ عقرب، د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې منځګړي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره جدي هڅې کوي، خو ایران د امریکا غوښتنې نه مني چې د تهران له نظره د منلو وړ نه دي.

د دغه چارواکي په وینا، د هرمز تنگه د بیا پرانیستلو او د هسته ییزو مذاکراتو د پیل لپاره، لومړی باید د ایران شرایط ومنل شي. دا څرګندونې وروسته له دې شوې چې د قطر منځګړي د دوشنبې په ماښام تهران ته لاړل او د احتمالي توافق پر مسوده یې د ایرانی چارواکو سره خبرې وکړې، چې له اته ورځو راهیسې د بحث موضوع ده.

ماجد الانصاري، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا او ایران د منځګړو وړاندیزونه ارزوي او د تنشونو د زیاتېدو مخنیوي لپاره جدي سیمه ییزې هڅې روانې دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به توافق ته ورسېږي او د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

د رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله ویلي چې تمه ده واشنګتن او تهران په ۳۶ ساعتونو کې د منځګړو وړاندیزونو ته خپل ځوابونه ورکړي. په همدې حال کې، یو امریکایی چارواکی ویلي چې د امریکا پوځ تیره شپه په ایران کې د قشم په جزیره کې محدودې حملې ترسره کړې او هغه بالستیک توغندۍ یې هدف ګرځولې چې د امریکایي ځواکونو پر ضد کارول کېدلې.

د امریکا ولسمشر، دونالد ټرمپ، هم د سه شنبې په ورځ د فاکس نیوز سره په خبرو کې د اړتیا په صورت کې د نورو نظامي اقداماتو احتمال یادونه کړې. ایرانی چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا هر نوي برید ته به سخت ځواب ورکړي. محمد باقر قالیباف، د ایران د پارلمان رئیس، ویلي چې تهران خپل ځواب وړاندې کړی او اوس د واشنګتن د پرېکړې نوبت دی. په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات دوام لري، سعودي عربستان او نورې سیمې هم هڅه کوي چې د جګړې د بیا پراختیا مخه ونیسي. عباس عراقچی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې د سعودي عربستان سره د امنیتي ترتیباتو د جوړولو په اړه خبرې روانې دي.

موضوع: ایران او امریکا ترمنځ د سولې توافق

سرچینه: Azadi Radio گزارش ها

خبر شریک کړئ