افغانایوک، چې د افغان کډوالو ملاتړ کوونکی سازمان دی، اعلان کړی چې هغه الوتنه چې د یو شمېر افغانانو د پاکستان له لارې د امریکا څخه افغانستان ته د شړلو لپاره پلان شوې وه، اوس ځنډېدلې ده. دې سازمان د نومبر په درېیمه نېټه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې وویل چې دا پرېکړه د امریکايي پخوانیو سرتېرو، د کډوالو د حقونو د مدافعانو، د کانګرس د غړو او د امریکايي وګړو لهخوا د فشارونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.
افغانایوک زیاته کړې چې د یوې فدرال محکمې حکم هم د دغو افغانانو د شړلو پر وړاندې د خوندیتوب یوه بله لامل دی. سره له دې، افغانایوک ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل د شړلو د پلان د لغوه کېدو په معنی نهدی. د دې سازمان په وینا، هغه افغانان چې د ایستلو لپاره په پام کې نیول شوي، لا هم په بند کې دي او د پاکستان له لارې د هغوی د لېږدولو پلان لا هم موجود دی.
تر دې مخکې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د لوئېزیانا په ایالت کې لسګونه افغان وګړي نیولي او غواړي هغوی له امریکا څخه وباسي. افغانایوک د دې افغانانو شمېر تر ۱۵۰ زیات ښودلی دی. د طالبانو حکومت د دې راپورونو په غبرګون کې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټن څخهیې غوښتنه کړې چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤلانه چلند وکړي.
د افغان کډوالو د حقونو د مدافعانو او نړیوالو سازمانونو له لوري د دې مسلې په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره، د افغانایوک سازمان د افغانانو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو دوام ته ژمن دی.
موضوع: د افغان کډوالو د ایستلو الوتنه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS