د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز تایید کړې چې هېواد یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو چارواکو سره تخنیکي خبرې کوي. نوموړي د دوشنبې په ورځ «د لړم/عقرب په ۱۱مه» د فرانسې پارلمان ته وویل چې دوی هڅه کوي د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابره کړي چې په ناقانونه وضعیت کې ژوند کوي.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له مخې، نونیز زیاته کړه چې نور هېوادونه هم په دې برخه کې کار کوي، په ځانګړې توګه جرمنی. د دې خبرې په ترڅ کې، د کډوالو د حقونو فعالان او کډوال د دې اقدام په اړه اندېښنه لري. دوی وايي چې په افغانستان کې د ناامنیو او ګواښونو له امله باید کډوال دغه هېواد ته وانه‌ستول شي.

علي اکبر، چې دوه کاله مخکې فرانسه ته کډه شوی، ازادي راډیو ته وویل چې د سیاسي فضا بدلون د کډوالو د خوندیتوب احساس او ژوند باندې اغېز لري. هغه د فرانسې حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پناه غوښتنې هره دوسیه د غوښتونکي د شرایطو او وضعیت په پام کې نیولو سره وڅېړي.

یونس محمدي، د کډوالو د حقونو فعال، وویل چې د سختدریځو ښي اړخو ګوندونو له واک ته رسېدو وروسته، په اروپا کې د کډوالۍ پالیسۍ سختې شوې دي. هغه وویل چې د کډوالو ایستل ممکن په انفرادي ډول ترسره شي، او هغه کسان چې جرمونه یې کړي، تر نورو ډېر د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

فرانسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني، خو د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سره یوځای شوې ترڅو د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي. د طالبانو حکومت د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و چې اروپايي هېوادونه د کډوالو په اړه له طالبانو سره اړیکه لري.

موضوع: فرانسه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کوي

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ