د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه تایید کړې چې اسلام‌اباد د امریکا د حکومت هغه وړاندیز په غور کې لري چې له مخې یې افغان وګړي له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل کېږي. دا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې یوې امریکایي فدرالي محکمې په دې اوونۍ کې د افغانستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو پلان وځنډاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا موضوع اوس مهال تر ارزونې لاندې ده او ټول اړوند اړخونه له ښکېلو خواوو سره په سلا مشوره په دقت څېړل کېږي".

د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ له امریکا څخه د څه د پاسه ۱۵۰ افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډاوه، چې د کډوالو د حقونو مدافع ډلو له مخې، د دې اقدام له امله د یادو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د محدودیتونو د تازه اقداماتو په لړ کې، دغه افغانان به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. د طالبانو حکومت د دې راپورونو په غبرګون کې جدي اندېښنه څرګنده کړې او له درېیو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د لنډمهالو امتیازاتو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه‌کړي.

د امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) ویلي چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته د ستنېدو مخکې یې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

موضوع: افغان کډوال له امریکا څخه د پاکستان له لارې ایستل

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ