قطر وايي چې د دې هېواد امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ سره په ټیلفوني خبرو کې د دوحې د منځګړیتوب هڅو په اړه خبرې کړي دي، چې هدف یې د سیمه ییزو تنشونو پای ته رسول دي.
د قطر د امیر د دفتر له خوا په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (۱۵ عقرب) خپره شوه، ویل شوي چې شیخ تمیم په دې خبرو کې د مذاکراتو د دوام، د اختلافاتو د حل او د دیپلوماتیکو میکانیزمونو د کارولو په اړه ټینګار کړی دی، تر څو د تنشونو د زیاتېدو مخه ونیسي.
دا خبرې په داسې حال کې ترسره شوې چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د توافق لپاره منځګړیتوب کوي. یوه لوړپوړې ایرانی چارواکي د پنجشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ایران د قطر له لارې واشنګټن ته د خپل هسته ییز پروګرام په اړه یوه وړاندیز وړاندې کړی دی.
د دې چارواکي په وینا، امریکا د دې وړاندیز په اړه غور کوي، خو د مذاکراتو پیل د تهران د اوو غوښتنو په منلو پورې تړلی دی. د دې غوښتنو په لړ کې د بندیزونو لغوه کول، د منجمدو شتمنیو ته لاسرسی، په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول او د جګړې له امله د زیانونو جبران شامل دي.
په همدې حال کې، واشنګټن ټینګار کوي چې د ایران هسته ییز پروګرام باید د ابتدایي مذاکراتو په برخه کې شامل شي.
موضوع: د سیمه ییزو تنشونو د پای ته رسولو هڅې
سرچینه: Azadi Radio خبر ها