ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا د پراخ ظرفیت لرونکی دی، بیا هم د خپلې برېښنا اړتیا ۸۰ سلنه له بهر څخه پوره کوي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (یو اېن ډي پي) دغه څرګندونې د افغانستان د «انرژۍ د اوونۍ» د غونډې په درشل کې کړې دي.
د ملګرو ملتونو ادارې په دې اړه ویلي چې افغانستان هر کال د برېښنا د واردولو لپاره څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګوي. دا لګښت د دې ښکارندويي کوي چې هېواد د انرژۍ په برخه کې د وارداتو په شدیدې اتکا کې دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د پیاوړي شراکت له لارې به افغانستان ته د پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي پراختیا ممکنه شي. د دې ادارې په وینا، د انرژۍ د اوونۍ دوه ورځنی مناسبت چې د نومبر په نهمه او لسمه نېټه ترسره کېږي، د همکارۍ، مشارکتونو او د انرژۍ د وارداتو د اتکا د ستونزې پر حل تمرکز کوي.
د دې غونډې هدف د افغانستان د انرژۍ د سکتور د پرمختګ لپاره نوې لارې چارې موندل دي. ملګري ملتونه د دې پروګرام له لارې هڅه کوي چې د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د محلي سرچینو کارول زیات کړي.
د افغانستان د انرژۍ د اوونۍ په ترڅ کې به مختلفې موضوعات او بحثونه ترسره شي چې د هېواد د انرژۍ د سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم دي.
موضوع: افغانستان د برېښنا اړتیا له بهر پوره کول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS