د روسیې چارواکي وایي چې د اوکراین د یکشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کې دوه کسان وژل شوي دي. دا برید په داسې حال کې ترسره شو چې روسانو د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ خپلې رایې ورکړې. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین دغه برید تر ټولو لوی وباله او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د رویترز د راپور له مخې، په دې برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي چې د اوکراین په هغه سیمه کې دي چې د روسیې تر کنټرول لاندې ده. د وژل شویو کسانو په منځ کې یو ټاکنیز چارواکی هم شامل دی. سوبیانین پر ټیلیګرام لیکلي چې "دا بې ساری برید په څرګنده توګه د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پلان شوی و، خو دښمن په دې کار کې بریالی نه شو."
د چارواکو په وینا، په دې برید کې د مسکو د تېلو د تصفیې مرکز هم زیانمن شوی دی، چې مخکې هم پرې بریدونه شوي و. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي چې د شپې له خوا د اوکراین د لیرې واټن ویشتونکو وسلو په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د صنعت یو لوی مرکز او لوژیستیکي تاسیسات په نښه شوي و. نوموړي دا مرکزونه د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړ کوونکي بللي دي.
د روسیې د پارلمان یا دوما لپاره دغه ټاکنې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د پراخ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې دي. ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
موضوع: د اوکراین بریدونه په مسکو
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS