د سعودي عربستان د «دلتا انرژي» شرکت او د پاکستان یوه دولتي شرکت د ۳۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ګاز پایپلاینونو او نورو تاسیساتو د جوړولو لپاره توافقنامه لاسلیک کړې ده.
د رویترز خبري اژانس له مخې، دا توافقنامه د شنبې په ورځ (۲۶ عقرب) د دواړو شرکتونو له خوا خپره شوې، چې په کې ویل شوي چې دا پروژه د افغانستان له سرحده تر پاکستان د ګوادار بندر او همدارنګه تر هند پورې د ګاز پایپلاینونو د غځولو په اړه ده.
د سعودي «دلتا انرژي» شرکت د افغانستان د کشک د ګاز زیرمې او نورې سرچینې د دې پایپلاینونو لپاره احتمالي منابع یادې کړې دي. د رویترز راپور له مخې، دا پروژه د ترکمنستان د ګاز پر بنسټ د تاپی پروژې سره توپیر لري.
خو، دواړه شرکتونه ټینګار کوي چې دا توافقنامه یوازې د دې پروژو د امکان سنجش لپاره شوې ده او تر اوسه پورې د پانګونې یا د عملي کار پیل لپاره نهایي پریکړه نه ده شوې.
د دې توافقنامې هدف د ګاز د پایپلاینونو د جوړولو امکاناتو ارزونه ده، چې که عملي شي، نو د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د انرژۍ د تبادلې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
موضوع: د سعودي او پاکستان د ګاز پایپلاین پروژې
سرچینه: Azadi Radio جهان