په افغانستان کې خبریالان د رسنیو پر فعالیتونو د لګول شویو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو له امله ناهیلي دي. د شمالي ولایتونو یوه خبریال چې د خپل هویت د خوندیتوب په خاطر یې نوم نه دی څرګند کړی، ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیزې فضا سختوالی د هغه د کار د دوام لپاره انګېزه کمزورې کړې ده. هغه زیاتوي: "کله چې د راپور جوړولو لپاره د پېښو سیمو ته ځو، هلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. وضعیت تر دې ځایه رسېدلی چې که د کار بله زمینه راته برابره شي، ښايي خبریالي پرېږدو او بل کار ته مخه کړو."
د رسنیو د ملاتړ سازمانونه هم د طالبانو حکومت د خبریالانو د نیولو او د رسنیو د څارنې په اړه اندېښنه څرګندوي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) مشر حامد عبیدي وویل چې د طالبانو حکومت د خبریالانو فعالیت او د رسنیو محتوا په کلکه څاري. هغه زیاته کړه: "د رسنیو ټوله محتوا د استخباراتو لهخوا څارل کېږي او یوازې هغه محتوا ته د خپرېدو اجازه ورکول کېږي چې د حاکمې ادارې په خوښه وي."
د بېپولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) هم راپور ورکړی چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۷۷ خبریالان نیولي دي. دغه سازمان د خبریالانو د نیولو، پوښتنو او شکنجې په اړه اندېښنې څرګندوي. د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د استخباراتو ادارې د قانون له مخې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) هم د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجې) په راپور کې د خبریالانو پر فعالیتونو د فشارونو زیاتوالی او د ښځینه خبریالانو د فعالیتونو محدودیتونه یاد شوي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې ټول هغه قوانین لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي. دغه سازمان وایي چې په سلګونو افغان خبریالان د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له هېواده وتلي دي.
موضوع: افغان خبریالان د محدودیتونو او ګواښونو سره مخ دي
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports