د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې د ډینګي تبې د پېښو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په کې له خلکو غوښتنه شوې چې د دې ویروسي ناروغۍ نښې او علایم وپېژني.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د ډینګي تبې مهمې نښې لوړه تبه، سر درد، د سترګو شاته درد، زړه بدوالی، د عضلاتو او بندونو درد او د پوستکي دانې دي. دا ناروغي اکثره وخت له دوو یا زیاتو نښو سره مل وي، چې باید خلکو ته په دې اړه خبر ورکړل شي.

سازمان د ناروغانو تازه شمېر نه دی خپور کړی، خو د روان کال په اپرېل میاشت کې یې په افغانستان کې د ډینګي تبې لږ تر لږه ۲۸۳ پېښو ثبتولو خبر ورکړی و. ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې عموماً د ککړو غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته انتقالیږي.

که چیرې د دې ناروغۍ درملنې ته پر وخت پام ونه‌شي، نو دا ناروغي خطرناکه او حتی وژونکې کېدای شي. خو که په وخت تشخیص وشي، نو د درملنې امکانات زیات وي او اکثر ناروغان ترې رغیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه یادونه کړې چې د دې ناروغۍ واکسین د ټولو خلکو لپاره مناسب نه دی. د غوماشو د چیچلو مخنیوی د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.

موضوع: د ډینګي تبې د پېښو زیاتوالی په افغانستان کې

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ