د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۴مه» خبر ورکړ چې د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي، د ایران د مشر مجتبی خامنهاي پیغام په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارلی دی. د دې پیغام محتوا په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د مجتبی خامنهاي په اړه دا خبرونه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو اتو میاشتو کې د هغه هېڅ غږیز یا ویډیويي پیغام نهدی خپور شوی. د روسیې د جمهوري ریاست دفتر هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ولادیمیر پوتین د کرملېن په ماڼۍ کې له محسن رضايي سره لیدلي دي. محسن رضايي مخکې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان پاتې شوی دی.
د تېر کال په کب میاشت کې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل وروسته، د پخواني مشر علي خامنهاي له وژل کېدو وروسته، مجتبی خامنهاي د ایران په بهرني سیاست کې د سپاه پاسداران نفوذ زیات کړی دی. د محسن رضایي رول هم په دې پروسه کې پیاوړی شوی دی.
د پوتین او رضايي ترمنځ لیدنه په داسې وخت کې شوې چې ولادیمیر پوتین په وروستیو اوونیو کې د ایران په اړه څرګندونې کړي او د واشنګټن او تهران ترمنځ پر یوه هوکړه ټینګار کړی دی. پوتین شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په مسکو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره لیدنه کړې وه.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان، کوېټ، ترکیې، قطر، عمان او اردن له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دې خبرو په اړه راپور ورکړی چې دواړو لورو د سیمې د وروستیو تحولاتو او د ثبات د ټینګښت په اړه خبرې کړې دي، خو نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې واشنګټن پر ایران د پوځي برید پلان نهلري، خو امریکايي ځواکونه د هر ډول احتمالي اقدام لپاره چمتو دي. ټرمپ د فایننشال ټایمز سره په مرکه کې له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د امریکا د نویو بریدونو احتمال رد کړی دی.
موضوع: محسن رضايي د مجتبی خامنهاي پیغام پوتین ته ورساوه
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports