د جرمونو نړیوالې محکمې (ایسيسي) د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیبالله اغا د نیولو حکمونه له محرميت څخه وایستل او علني یې کړل. دا حکمونه په داسې حال کې اعلان شول چې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د قاضیالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم د دې ادارې له خوا علني شوي و.
د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې "افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نهپېژني او دریځ تهیې هم کوم ارزښت قایل نهدی".
د جرمونو نړیوالې محکمې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې شواهد ښيي چې ندا محمد ندیم او حبیبالله اغا د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی. دغه تورونه د طالبانو له چلند سره تړاو لري چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض او محدودیتونو لامل شوي دي.
محکمې یادونه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه سیاستونه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې به دوام وکړي. همداراز، طالبانو د بېلابېلو فرمانونو له لارې ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو، لکه زدهکړې او د تګ راتګ ازادۍ، محرومې کړې دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې همداراز ویلي چې هغه کسان چې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع کوي، د طالبانو له خوا د سیاسي مخالفانو په توګه په نښه شوي دي.
موضوع: د طالبانو وزیرانو نیول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS