د امریکا فدرالي محکمې د سېشنبې په ورځ هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ستنول کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو اندېښنه څرګنده کړې چې د دغو افغانانو بېرته ستنول به د هغوی ژوند ته خطر پېښ کړي. د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغانایوک) ویلي چې دغه کډوال لا هم په بند کې دي او د دوی د ستنولو پلان باید لغوه شي.
د نیویارک د جنوبي حوزې قاضي والري کاپروني حکم وکړ چې متحده ایالات نهشي کولای په روانه اوونۍ کې هېڅ افغان وګړی افغانستان یا پاکستان ته ولېږدوي. مخکې راپورونه ښودل چې ټاکل شوې وه د لسګونو افغانانو او ایرانیانو د لېږد لپاره الوتکه د سې شنبې په ورځ د امریکا د لوئېزیانا ایالت څخه پاکستان ته پرواز وکړي.
د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې مرستیال مشر کریسټوفر جورج محکمې ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې د داسې کومې تجارتي یا ځانګړې الوتنې پلان نهشته. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د مهاجرت د محدودیتونو په ترڅ کې به تر ۱۵۰ افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
افغانایوک د دې ډلې افغانانو خپلوان هم شامل ګڼي چې په تېرو کلونو کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. د افغانایوک مشر شان وندایور د محکمې د حکم په اړه وویل چې یوازې یوه اوونۍ مخکې الوتکه موجوده وه، خو اوس حکومت ویلي چې داسې الوتکه نشته.
طالبانو د دوشنبې په ورځ د دې پروسې په اړه «جدي اندېښنه» څرګنده کړه. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو بېرته ستنول د هغوی ژوند ته خطر پېښوي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر لاسه کولو وروسته د همکارانو لپاره عمومي بښنه اعلان کړه، خو ملګرو ملتونو د وژنو او نیونو په اړه راپورونه ثبت کړي دي.
موضوع: افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستنېدل
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports