د امریکا متحده ایالاتو کې د نومبر په درېیمه، د سې شنبې په ورځ، منځ‌مهاله ټاکنې ترسره کیږي. دا ټاکنې به د کانګرس په دواړو جرګو کې د واک انډول بدل کړي او د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر پاتې دوو کلونو اغېز وکړي. په دې ټاکنو کې د استازو جرګې ټول ۴۳۵ څوکیو او د سنا جرګې یو شمېر څوکیو برخلیک ټاکل کیږي.

اوس مهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس دواړو جرګو کنټرول لري، خو ډیموکراتان هڅه کوي چې په یوه یا دواړه جرګو کې اکثریت ترلاسه کړي تر څو د ټرمپ سیاسي واک محدود کړي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اقتصادي وضعیت، د بیو لوړوالی، د کډوالۍ تګلاره او له ایران سره د امریکا جګړه هغه مهم موضوعات دي چې د رأی ورکوونکو پرېکړو باندې اغېز لري.

سره له دې چې اقتصاد وده کړې او د کار بازار نسبتاً باثباته دی، خو د ژوند د لګښتونو لوړوالی د امریکایانو لپاره یوه جدي اندیښنه ده. د کانګرس د دواړو جرګو د کنټرول لپاره سیالي حساسه ده. ډیموکراتان د سنا په جرګه کې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره څلور نورو کرسیو ته اړتیا لري.

ډیموکراتان هیله لري چې د ټرمپ د حکومت له تګلارو د رأی ورکوونکو ناخوښي د دوی په ګټه تمامه شي، پداسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي د اقتصادي تګلارو، د پولو د امنیت او د کډوالۍ پر پالیسۍ ټینګار کوي. دا ټاکنې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د خلکو د ملاتړ د کچې معلومولو لپاره هم یوه مهمه ازموینه بلل کیږي.

که ډیموکراتان د کانګرس په یوې جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي، نو کولی شي د حکومت پر کړنو څارنه زیاته کړي او د ټرمپ د ځینو پروګرامونو تصویب ستونزمن کړي. برعکس، که جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت وساتي، نو د امریکا ولسمشر به د خپلو کورنیو پروګرامونو د عملي کولو لپاره په کانګرس کې له لا ډېر ملاتړ څخه برخمن وي. ټاکل شوې چې رأی اچونه په ټوله امریکا کې ترسره شي او تمه کیږي چې لومړنۍ پایلې د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته اعلان شي.

موضوع: د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ