د افغانستان د جګړې کمیسیون مشرتابه د پاکستان د پوځ له مشر سره د سیمې د امنیت او افغانستان په تحولاتو باندې بحث کړی دی. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر آی اس پي آر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د متحده ایالتونو د افغانستان د جګړې کمیسیون مشران شمیلا چودري او کالین جکسن د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځي او دفاعي ځواکونو له مشر او لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره لیدلي.

د دې لیدنې په ترڅ کې د پاکستان د ملاتړ، د سیمې د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د روانو تحولاتو په اړه خبرې شوې. د جګړې کمیسیون د امریکا د شل کلن پوځي حضور ارزونه کوي او تمه لري چې خپل وروستی راپور به د ۲۰۲۷ کال په اګست کې وړاندې کړي.

پاکستاني رسنیو، په ځانګړي توګه تربیون او ډان، راپور ورکړی چې عاصم منیر د یاد کمیسیون له مشرتابه سره د جګړې په اړه د پاکستان دریځ شریک کړ. هغه د هغو ستونزو یادونه وکړه چې پاکستان د امریکا د شل کلن حضور پر مهال ورسره مخ و. عاصم منیر سپارښتنه وکړه چې د جګړې په ستراتیژیک، ډیپلوماټیک او عملیاتي ارزونو کې د پاکستان تجربې باید وکارول شي.

د افغانستان د جګړې کمیسیون تر اوسه پورې د خپل مشرتابه د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د پوځ د بیان له مخې، دغه امریکایي پلاوي د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د رول ستاینه کړې ده.

د افغانستان د جګړې کمیسیون د امریکا د کانګرس لخوا په ۲۰۲۱ کال کې جوړ شو ترڅو د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې په اړه د مهمو ستراتیژیکو، ډیپلوماتیکو او عملیاتي پریکړو ارزونه وکړي. دا کمیسیون د جګړې پر مهال د افغانانو د زیانونو یادونه هم کړې او د امریکا د متحدینو او عسکرو د کورنیو قربانۍ یې ستایلي دي.

موضوع: د افغانستان د جګړې کمیسیون او پاکستان

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ