د قازقستان د ترانسپورت مرستیال وزیر ژانبېک تایذانوف په وینا، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اته میاشتو کې افغانستان ته د غلو صادرات ۴.۴ برابره زیات شوي او دغه مقدار ۶۵۵ زره ټنه ته رسېدلی دی. تایذانوف د حکومت په یوه غونډه کې وویل چې قازقستان په دې موده کې د ریل له لارې ۹.۳ میلیونه ټنه غله انتقال کړې، چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې موده په پرتله ۱۳٪ زیاتوالی ښیي.
د یادې مودي په ترڅ کې، له دې مجموعي څخه ۷.۲ میلیونه ټنه د صادراتو لپاره لیږدول شوي، پداسې حال کې چې ۲.۱ میلیونه ټنه د کورني بازار لپاره چمتو شوي. تایذانوف زیاته کړه چې د مرکزي آسیا ته د غلو صادرات ۳۷٪ زیات شوي، او چین ته د صادراتو کچه ۳۴٪ لوړه شوې ده. همدارنګه، د روسیې بندرونو له لارې د غلو صادراتو کې ۹٪ زیاتوالی راغلی دی.
د قازقستان د کرنې مرستیال وزیر آذات سلطانوف مخکې ویلي و چې هیواد یې پلان لري چې تر ۲۰۲۶ کال پورې ۱۵ اضافي د سبزیجاتو د ذخیره کولو مرکزونه پرانیزي، چې ټولیز ظرفیت یې ۱۲۹ زره ټنه دی. د خوراکي توکو صادراتو کې هم ۳۸٪ زیاتوالی راغلی، چې دا مقدار ۲.۶ میلیونه ټن ته رسېدلی دی.
د قازقستان د غلو صادراتو زیاتوالی د دې هیواد د اقتصادي ودې او د نړیوالو بازارونو سره د اړیکو پراختیا نښه ده، چې له دې سره به افغانستان ته د غلو رسولو پروسه لا اسانه شي.
موضوع: د قازقستان د غلو صادرات افغانستان ته
سرچینه: Ariana NEWS