د ګارډین ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې څرګندېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د وژنو او کورني تاوتریخوالي پېښې په زیاتیدو دي. راپور ښیي چې د دې پېښو په اکثرو مواردو کې، عاملان له مجازاتو څخه پاتې شوي او د عدالت مخه نیول شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو او امنیت په برخه کې د پام وړ کمزوري دی. د ښځو د وژنې او تاوتریخوالي پېښې د ټولنې په مختلفو برخو کې رامنځته کیږي، چې له امله یې د ښځو ژوند او امنیت ته جدي ګواښونه متوجه دي.
د ګارډین د راپور له مخې، د ښځو د حقونو د مدافعینو او بشري حقونو د سازمانونو اندیښنې زیاتې شوې دي. دوی وايي چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د مخنیوي لپاره هیڅ جدي اقدام نه دی کړی.
د طالبانو د واکمنېدو وروسته، ښځې د خپلو حقونو او ازادۍ په برخه کې د پام وړ محدودیتونو سره مخ شوې دي. د دې محدودیتونو له امله، ښځې نه یوازې په کورني ژوند کې، بلکې په ټولنیزو او کاري برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي.
د راپور په پای کې، د ښځو د حقونو مدافعین د طالبانو حکومت ته د فشار راوړلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کوي، ترڅو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی وشي او د عدالت پروسه فعاله شي.
سرچینه: افغانستان انترنشنل