د افغانستان متحدې جبهې چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه ترسره کړي دي. د دې جبهې په وینا، په دغو نښتو کې ۱۹ تنه طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جمعې شپې په یوه خبرپاڼه کې، متحدې جبهې څرګنده کړې چې دغه عملیات په کندهار، هلمند، غور، بغلان او بدخشان ولایتونو کې ترسره شوي دي. د راپور له مخې، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو دوه قرارګاوې نیول شوې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د متحدې جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې دوه جلا عملیات ترسره شوي، چې په یوه کې یې د طالبانو یو لوړپوړی پولیس افسر وژل شوی دی. همداراز، د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم د طالبانو یو غړی وژل شوی دی.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په بر نوزاد سیمه کې هم عملیات شوي، چې د طالبانو یو قوماندان په کې وژل شوی دی. د غور ولایت د الفاروق ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې د طالبانو یوه قرارګاه نیول شوې، چې په پایله کې یې دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د پل حصار ولسوالۍ کې هم د طالبانو یوه پوځي قرارګاه نیول شوې، چې په نتیجه کې یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په بدخشان کې هم د ارګو ولسوالۍ په عملیاتو کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ