د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د اندېښنو زیاتېدو سره، په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. د رویټرز د راپور له مخې، نن سهار د ګرینویچ پر وخت د سهار تر ۶:۳۰ بجو، د برنټ خامو تېلو بیه په راتلونکو معاملو کې ۸۰ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۳.۳۴ ډالرو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، د «وېسټ ټکساس انټرمیډیټ» خامو تېلو بیه هم ۵۲ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۷۷.۸۱ ډالرو ته رسېدلی دی. د روانې اوونۍ په پیل کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې وې، ځکه داسې تمه وه چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره به هوکړه وشي او د بېړیو تګ راتګ به بیا عادي شي.
خو د رویټرز د معلوماتو له مخې، اختلافات لا هم موجود دي. ایران او عمان د یوې طرحې پر ارزولو بوخت دي چې له مخې به یې د امریکايي او اسرائیلي بېړیو پر تېرېدو بندیز ولګېږي. د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي چې پارلماني کمېټه د یوې طرحې ارزونه کوي چې د امریکايي او اسرائیلي بېړیو تېرېدنه محدودوي.
د دې طرحې له مخې، سرغړوونکو بېړیو ته به د هغوی د بار د ارزښت تر ۲۰ سلنې پورې جریمه ولګول شي. همدارنګه، ایران په پام کې لري چې د هرمز تنګي څخه تېرېدونکو بېړیو د بار د ارزښت له ۵ تر ۷ سلنې پورې فیس واخلي. عمان هم د شاوخوا ۳ سلنې فیس اخیستل ارزوي، په داسې حال کې چې واشنګټن غوښتنه کوي چې هېڅ ډول فیس دې نه اخیستل کېږي.
د کښتۍ چلونې او انرژۍ په صنعت کې د څلورو فعالو سرچینو له قوله، وړاندیز شوې هوکړه د عملي کېدو وړ نه ده، ځکه د امریکا بندیزونه او د بیمې محدودوونکي شرایط د هر ډول تادیاتو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. دغه پرمختګونه د تېلو بیو نوسان ته لاره هواروي او د هرمز تنګي د بندېدو له امله د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو