د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې شاوخوا ۸۹ سلنه افغان ماشومان د ساده جملو لوستلو او لیکلو وړتیا نه لري. دا ارقام د افغانستان د ښوونې کیفیت ژور بحران ښیي. د یونیسف د افغانستان د اړیکو رییس، دانیل ټیمه، د سحر عظیمي سره په مرکه کې وویل چې یوازې شاوخوا ۵۰ سلنه ماشومان د ابتدایي زده کړو لپاره دولتي مکتبونو ته ځي، او حتی هغه ماشومان چې مکتب ته لاړ شي، د لوستلو، لیکلو او حساب ابتدایي مهارتونه په کافي توګه نه زده کوي.

ټیمه وویل: "دا د اندیښنې وړ ده چې له هر نهه ماشومانو څخه یوازې یو یې د ساده جملو لوستلو او لیکلو وړتیا لري. د ریاضیاتو وضعیت هم ورته دی." د یونیسف دغه مقام زیاته کړه چې د ښوونې بحران یوازې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو د زده کړې بندیز پورې محدود نه دی، بلکې د ابتدایي زده کړو کم کیفیت هم د میلیونونو ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.

هغه وویل که چیرې د نجونو د متوسطه زده کړو بندیز هم سبا لغو شي، لا هم ډیر ماشومان د ابتدایي زده کړو د کمزوري کیفیت له امله د زده کړو د دوام لپاره چمتو نه دي. یونیسف د دې وضعیت د ښه کولو لپاره د مکتبونو د جوړولو، ښوونکو د روزنې او درسي موادو د برابرولو پروګرامونه پیل کړي دي.

د یونیسف په وینا، په تېر کال کې شاوخوا ۲۴۰ مکتبونه جوړ شوي او نږدې ۵۰ زره ښوونکو ته اضافي روزنې ورکړل شوې دي. د ښځو د ښوونکو شمیر هم د یونیسف د روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې ده.

خو ټیمه خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو کمښت د دې پروګرامونو دوام ته چیلنجونه رامنځته کوي. د نجونو د زده کړې بندیزونه یوازې د ښوونې په سیستم نه بلکې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په برخه کې هم منفي اغیزې لري. د یونیسف د اړیکو رییس وویل چې د نجونو د زده کړې بندیز د وخت په تیریدو سره د ښځو د معالجینو او نرسانو کمښت سبب کیږي، چې دا به د ښځو او نجونو د صحي خدماتو ته لاسرسی محدود کړي.

موضوع: د ماشومانو د زده کړو وضعیت په افغانستان کې

سرچینه: VoA Dari

خبر شریک کړئ