د خبریالانو نړیوال فدراسیون راپور ورکړی چې طالبانو د لغمان ولایت په مرکز کې د «کاوون غږ» سیمهییزې راډیو پر دفتر چاپه کړې، چې په ترڅ کې یې څلور ښځینه خبریالانې او دوه نور رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي. دغه فدراسیون د نومبر په ۲۵مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیول شوي کسان د نومبر په ۱۴مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چارواکو لهخوا د راډیو پر دفتر تر چاپې وروسته نیول شوي.
راپور ښیي چې نیول شویو ښځینه خبریالانو د یوه پروګرام د ثبتولو لپاره چمتووالی نیوه، چې هدف یې په افغان رسنیو کې د ښځینه خبریالانو اقتصادي وضعیت څېړل و. د نیول شویو کسانو په ډلې کې د راډیو مسؤل او د خپرونو مدیر هم شامل و. د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي چې طالبانو د ښځینه خبریالانو د جلا کاري چاپېریال د اصولو د نه مراعتولو په پلمه دغه کسان نیولي دي.
د اعلامیې له مخې، ټول شپږ کسان له درې ساعته پوښتنو وروسته خوشې شوي دي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي د قوانینو نشتوالی د دې ډول پېښو سبب بولي او وایي چې کله قانون موجود نه وي، نو خبریالان له ستونزو سره مخ کیږي.
عبیدي زیاته کړه چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې خبریالان نیولي، زنداني کړي او ځورولي دي، پرته له دې چې د نیولو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي. د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون هم د طالبانو لهخوا د رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د ځورونې او سانسور په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، او د بیان د ازادۍ او د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون له مخې، د ښځو غږ عورت ګڼل کېږي، چې له دې امله په ځینو ولایتونو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز لګېدلی دی. د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ټینګار کړی چې خبریالان باید له وېرې پرته خپلې مسلکي دندې ترسره کړي.
موضوع: طالبانو د خبریالانو نیول
سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports