د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې د لیندۍ په څلورمه نېټه خپره شوې، ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په ترڅ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي.

د دې سازمان په وینا، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار پر فرصتونو محدودیتونه، د تګ راتګ د ازادۍ محدودول او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو ګوښه کول د افغان ښځو د حقونو د سرغړونو له څرګند مثالونو څخه دي.

بخښنې نړیوال سازمان د خپلو څېړنو پر بنسټ، د افغان ښځو او نجونو وضعیت د بشریت پر وړاندې د جرم په چوکاټ کې د جنسیتي ځورونې او تعقیب یوه بېلګه ګڼي. د ښځو د بشري حقونو فعالان دغه وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بولي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ادا کړي او د هغوی د حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه اعلان کړی چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر ډسمبر ۱۰مې پورې به د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې وکړي. دې سازمان له خلکو غوښتنه کړې چې د یوه پرانیستي لیک په لاسلیکولو او په ټولنیزو شبکو کې د افغان ښځو د پیغامونو په خپرولو سره د هغوی ملاتړ وکړي.

موضوع: افغان ښځې د حقونو سرغړونه

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ