د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني، په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس سره لیدنې وکړې. نوموړي په دې لیدنو کې څرګنده کړه چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اېکس ټولنیزې شبکې کې د دې لیدنو په اړه معلومات ورکړل، چې دواړو لوریو په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ ټینګار کړی دی. قطر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې مهم رول لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.

الجزیرې ټلوېزیون د قطر د صدراعظم له قوله راپور ورکړی چې دوحه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره له واشنګټن او تهران سره همکاري کوي، خو تر اوسه داسې نښې نه‌لیدل کېږي چې دواړه لوري کومې هوکړې ته رسېدلي وي.

د مارکو روبیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د قطر صدراعظم د امریکا او قطر ترمنځ د ستراتېژیکو خبرو اترو د اتم پړاو په اړه هم خبرې وکړې. د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوحه له واشنګټن سره د دفاعي همکاریو پراختیا ته هم ژمن دی.

مارکو روبیو هم د دې لیدنې په پای کې پر اېکس ټولنیزې شبکې یو انځور خپور کړ او لیکلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي اهدافو د پرمختګ لپاره همکاري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دې لیدنې په اړه ویلي چې روبیو د قطر د نړیوال منځګړیتوب له هڅو مننه کړې ده.

د اکسیوس خبریال باراک راوید هم ویلي چې د قطر صدراعظم او د دغه هېواد استازی علي الثوادي د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس سره لیدلي او د ایران سره د خبرو اترو په اړه یې خبرې کړې دي. د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په نهمه د امريکا او اسرائيلو د بريدونو له پيل راهيسې روان دی.

موضوع: قطر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو هڅې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ