په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغانې معترضې ښځې، د "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې" په درشل کې خبرداری ورکوي چې د امن کورونو تړل او د ښځو او نجونو په کار او زده‌کړو محدودیتونه، ښځې د کورني تاوتریخوالي په وړاندې لا زیانګالې او بې‌دفاعه کړې دي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ د نومبر په ۲۵مه لمانځل کېږي.

دیبا اکبري او شیذر صمیم، دوه افغانې کډوالې ښځې، د سې‌شنبې په ورځ (د قوس ۳مه) په پاکستان کې په یوه اعتراضي غونډه کې ګډون کړی و. دوی وویل چې له اساسي حقونو د ښځو محرومول د تاوتریخوالي یوه بڼه ده چې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي. دیبا اکبري ازادي راډیو ته وویل: "هغه ښځه چې نه د کار کولو فرصت لري، نه خوندي پناه‌ځای او نه هم د عدالت غوښتنې لپاره کومه اداره، کېدای شي د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپ پاتې شي، داسې چوپتیا چې کله نا کله‌یې بیه د هغې خپل ژوند وي."

شیذر صمیم هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې په ورځني ژوند کې احساس کړي او باور لري چې اوسنی وضعیت د تاوتریخوالي لمن نوره هم پراخه کړې ده. ملیحه افضلي، چې د "برابرۍ لپاره د ښځو د چیغې غورځنګ" مشره ده، وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له منظم تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ښځو د همت شبکې غړو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیوالې ورځې په درشل کې، په کابل کې په یوه بنده فضا کې اعتراضي غونډه کې، له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د افغان ښځو غږ نړیوالو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د یوې ښځې کور باید د هغې لپاره تر ټولو خطرناک ځای نه‌وي. په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ بنسټونه له‌منځه تللي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ښځو حقونه په منظم ډول محدود شوي دي.

موضوع: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ