شاهزاده فیصل بن فرحان، د عربستان سعودي وزیر خارجه، د دوشنبې په ورځ واشنگتن ته لاړ ترڅو له مارکو روبیو، د متحده ایالاتو وزیر خارجه، سره خبرې وکړي. دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو اونیو کې د ریاض او حوثیانو ترمنځ تنشونه زیات شوي دي.
د عربستان د دولتي خبرونو ادارې په حواله، شاهزاده فیصل به په دې لیدنه کې د خپلو امریکایي همتای سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو او نړیوالو مهمو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.
د رویترز خبري اژانس ته د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، محمد بن سلمان، د عربستان ولیعهد، په دې میاشت کې له متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو پر وړاندې نظامي مرسته وکړي.
سرچینې وایي چې واشنگتن، که څه هم د مستقیمو حملو نه ډډه کوي، خو د ریاض سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د هدفونو په شناسایي او ټاکلو کې د همکارۍ لپاره تیار دی.
د شاهزاده فیصل سفر د دې لپاره مهم دی چې د یمن د حوثیانو سره د عربستان د جګړې په ترڅ کې د امریکا او عربستان ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي. د دې سفر پر مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ په اړه هم خبرې اترې وشي.
موضوع: عربستان سعودي او امریکا اړیکې
سرچینه: Azadi Radio خبر ها