د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو د افغانستان په اړه د خپلو څېړنو یوه برخه، چې د امریکايي ځواکونو پوځي پرسونل هم پکې شامل و، درولې ده. د دې محکمې د قاضیانو لخوا د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، خپاره شوي اسناد ښیي چې د څېړنو د لمنې تمرکز اوس د طالبانو احتمالي جرمونو ته محدود شوی دی.

د نړیوالې جنايي محکمې قاضیانو په ۲۰۲۰ کال کې د هغو څېړنو د پیل اجازه ورکړه چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د افغانستان د جمهوري حکومت ځواکونو، طالبانو او امریکايي پوځي پرسونل احتمالي جرمونه تر پوښښ لاندې راوستل. خو دوه کاله وروسته، د دې محکمې د هغه مهال لوی څارنوال کریم خان د شواهدو د راټولولو په برخه کې د ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې د څېړنو ځینې برخې نور لومړیتوب ونه لري.

د طالبانو اړوند برخه به له اصلي دوسیې جلا او د یوې خپلواکې څېړنې په توګه تعقیب شي. نړیوالې جنايي محکمې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه او د سپټمبر په نهمه د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو، هبت‌الله اخوندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم، د نیولو حکمونه صادر کړل. پر دې کسانو د بشریت ضد جرمونو، د جنسیت او سیاسي انګېزو له مخې د ځورونې او تعقیب تورونه لګول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوی حکومت نړیواله جنايي محکمه په رسمیت نه پېژني او د دې محکمې پرېکړو ته اهمیت نه ورکوي. امریکا تر دې مخکې د نړیوالې جنايي محکمې د څېړنو او د اسرائیلي چارواکو د نیولو د حکمونو له امله پر دې بنسټ بندیزونه لګولي و. امریکا د نړیوالې جنايي محکمې غړې نه ده او د دې محکمې قضايي صلاحیت یې په رسمیت نه پېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که اړتیا پیدا شوه، دا محکمه به په تدریجي ډول له منخه یوسي.

موضوع: نړیوالې جنايي محکمې د امریکايي ځواکونو د جرمونو څېړنې

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ