ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیايي مراکزو د تړل کېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، په ځانګړې توګه په هغو لرو پرتو او غرنیو سیمو کې چې خلک د کلینیکو له نشتوالي شکایت لري. د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې اوسیدونکی عزت الله وایي، د سختو ناروغیو له امله د کورنۍ څو غړي یې مړه شوي، ځکه چې په سیمه کې نږدې روغتیایي مرکز نشته. هغه زیاتوي: "په کلینیکو کې د مریضانو لپاره لازمې دواګانې هم نشته. دا سیمه له زلزلې مخکې هم کلینیک نه درلود او اوس هم نه لري."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي برونو لیمارکیس د نومبر په شپږمه وویل، د بشري مرستو د کمېدو له امله ښايي تر ۲۰۲۶ کال پورې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه وتړل شي یا له سخت مالي فشار سره مخ شي. هغه د دې ستونزې لامل د بودیجې کمښت وبلل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې هر کال کمېږي.

د ښاغلي لیمارکیس په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستې دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې، خو په ۲۰۲۵ کې دا مرستې یوازې یو میلیارد ته راټیټېږي او په ۲۰۲۶ کال کې به ۵۷۰ میلیونه ډالرو ته راکمې شي.

هغه چې په دې وروستیو کې د افغانستان له اتو ولایتونو څخه لیدنه کړې، وویل چې د بشري مرستو کمښت د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې او د خلکو لومړنۍ اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چیرویکو هم خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت له امله ګڼ روغتیایي مراکز د فعالیتونو کمولو یا بندولو ته اړ شوي. هغې وویل: "د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی ځینې وختونه د اوږد او خطرناک سفر په مانا وي."

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې د بودیجې کمښت ممکن د افغانستان د لومړنیو روغتیایي خدماتو ۸۰ فیصده مراکزو د تړلو لامل شي، چې له دې سره به ملیونونه خلک، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، زاړه خلک او داخلي بې ځایه شوي کسان له حیاتي روغتیایي خدماتو بې برخې شي.

موضوع: د افغانستان روغتیایي خدماتو کمښت

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ