د کونړ ولایت ځایي سرچینې راپور ورکوي چې د عبدالباسط په نوم یو ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی او وروسته یې جسد د سیند اوبو ته غورځول شوی دی.

سرچینې د یکشنبې په ورځ (۱۸ د زمري) د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دغه ځوان د تېرې جمعې په ورځ له خپلو ملګرو سره د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ «سپین جومات» تفرېحي سیمې ته تللی و، چې نن یې جسد موندل شوی.

د راپور له مخې، عبدالباسط د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د رېکشې په وسیله یې د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو پوره کولو هڅه کوله. د هغه ګرځنده موبایل او رېکشه هم د وژنې پر مهال له هغه سره اخیستل شوې.

سرچینې دا هم ویلي چې عبدالباسط د چړو په ګوزارونو وژل شوی او وروسته یې جسد د سیند ته غورځول شوی دی. تر اوسه پورې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولینو د دې پېښې په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مرموزو وژنو او جنایي پېښو شمېر زیات شوی، چې ولسي خلک د طالبانو حکومت د امنیت په برخه کې ناکام بولي. دا ډول پېښې د خلکو ترمنځ اندېښنې او بې باوري رامنځته کوي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو ادعاوې تر پوښتنې لاندې دي.

موضوع: کونړ کې د عبدالباسط وژنه

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

خبر شریک کړئ