د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسلهوالو سره لیدنه کړې ده. د کندهار مقام د جعمې په ورځ (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې پاکستان په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونو ته توجیه پیدا کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې د کندهار والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسلهوالو او القاعده ډلې له یو شمېر وسلهوالو سره غونډه کړې ده. چودري وویل چې دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه نېټه ترسره شوې وه.
د پاکستان د پوځ دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح شوې چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
بل خوا، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسلهوالو په یوه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسلهوالو ډلو ته خوندي پناهځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
موضوع: د کندهار والي د پاکستان د پوځ ادعاوې
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS